Sep 19, 2021 15:49 Asia/Kabul
  • د افغان حکومت د اصلی غړیو د اعلانولو لپاره د طالبانو پروګرام

کابو دوې اونۍ مخکې طالبانو په یوه خبرتیا کې د افغانستان د کابینې غړی اعلان کړل چی د هغې په اساس ملا محمد حسن اخوند د دغه هیواد د نوی حکومت مشر معرفی شو او ملا عبدالغنی برادر هم د هغه مرستیال شو .

د طالبانو د قطر د دفتر یو غړی او ویاند سهیل شاهین وايي، د دایمي حکومت جوړېدا وخت ته اړتیا لري اوممکنه ده اوسنې جوړښت بدل شی .

طالبانو دغه قطري غړي وویل چې د نوي موقت حکومت د اعلان مراسم په دې خاطر لغوه شول چې وخت یې نه و ټاکل شوی او هغو هیوادونو ته چې په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، په دې اړه معلومات ورکړل شول چې مراسم ځنډول شوي دي.

کابو دوې اونۍ مخکې طالبانو په یوه خبرتیا کې د افغانستان د کابینې غړی اعلان کړل چی د هغې په اساس ملا محمد حسن اخوند د دغه هیواد د نوی حکومت مشر معرفی شو او ملا عبدالغنی برادر هم د هغه مرستیال شو .

په افغانستان کې د طالبانو د کابینې د وزیرانو اعلان شوی لیسټ چی اوس موقته بلل شوی دی ، جوته کړه چی د دغې ډلې د کابینې  زیاتره لوړ رتبه غړی  له پښتنو دي . له دې سره سره چی د طالبانو لخوا د افغانستان د موقته کابینې له جوړیدا وړاندې دغې ډلې د ټولو قومونو او ډلو په شتون سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا خبره کړی وه خو د کابینې د وزیرانو د نومونو په خپریدا سره زیاتره سیاسی، مذهبی تاو قومی ډلو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د طالبانو د ژمنې په نه پوره کیدا اعتراض وکړ .

البته د طالبانو فکری جرړو ته په پام سره دا اټکل نه کیده چی دغه ډله وغواړی په بیلا بیلو څوکیو د نورو ډلو د نفوسو او ظرفیت ته په پام سره د هغو د مشارکت لپاره فرصتونه برابر کړي .

دې ته په پام سره چی د طالبانو د اوسنی کابینې د اعلان په وخت د هغه د موقته والی خبره ونه شوه ، دا ګومان موجود دی چی د افغانستان د حکومت په جوړښت داخلی او بهرنی اعتراضونه سبب شوی دی چی دغه ډله اوسنی کابینه موقته وبولی او په همدې اساس په قطرکې دطالبانو دفتر ویندوی شاهین په راتلونکیو څو میاشتو کې د دغه هیواد د موقته حکومت د اعلانولو لپاره د پلانونې خبره کړی ده . په  تیره بیا دا چی طالبانو مخکې ویلی وو د افغانستان اوسنی حکومت لږ تر لږه دوه کاله فعالیت ته ضرورت لری .

خو اوس شاهین وایی چی دغه حکومت موقته دې او ممکنه ده د اوسنی کابینې یوشمیر غړی بدل شی  .په داسې شرایطوکې ممکنه ده طالبان د داخلی او بهرنی دباونو د کمولو لپاره د کابینې یوه برخه نورو قومی ډلو لکه هزارګانو ، تاجیکانو او ازبکانو ته  وسپاری تر څو په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت ژمنه چی د افغان ولس غوښتنه ده ، پوره شی .

په وروستیو اونیو کې پر دې سربیره چی په افغانستان کې ټولو ډلو او قومونو ته مشارکت ورکول له طالبانو د خلکو یوه اصلی غوښتنه ده ، بیلا بیلو سیمه ایزو او نړیوالو اورګانونو او د ډیرو هیوادونو چارواکو هم له طالبانو وغوښتل د دیموکراسۍ قواعدو ته پایبنده ووسی او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره زمینه برابره کړی .

داسې ښکاری د افغانستان له اوسنی موقته حکومت تیریدا او په دغه هیواد کې د غیرموقته حکومت د جوړولو په لور حرکت په دغه هیواد کې د حکومتدارۍ د نوی پړاو لپاره د سیاسی او قومی متنوع جوړښت ته پام او سیاسی قدرت ته له یواړخیزه کتنې د طالبانو یو ډول شاتګ وی .

 

 

 

 

ټیګونه