Sep 20, 2021 06:06 Asia/Kabul
  • د کابل ښار میرمنو د طالبانو پرضد مظاهرې وکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې یوشمیر ښځو امر به معروف او نهي ازمنکر وزارت ته د ښځو د وزارت په بدلیدا او د درس په ټولګیو کښې له شتون څخه د انجلیو په محروم کیدا باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

دغو میرمنو په داسې حال کښې چې د ازادۍ او د برابرۍ په هکله یې شعارونه ورکول له موقته حکومت وغوښتل اجازې دې  ورکړي چې انجلۍ هم د درس په کلاسونو او ټولګیو کښې د ګډون لپاره له خپل طبیعي حق څخه محرومه نشي .

د طالبانو موقته حکومت په تیرې جمعې ورځ په یوې (۱) خبر پاڼه کښې له ټولو سړیو معلمانو او هلکانو وغوښتل چې له شنبې ورځې څخه د درس کلاسونو ته ورشي خو طالبانو د درس په کلاسونو کښې د انجلیو د ګډون په هکله چپتیا غوره کړي ده .

د طالبانو دغه کار  په اینټرنیټ سایټونو کښې د خلکو له پراخو اعتراضونو سره مخ شوی دی .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو د څرنګوالي په هکله د طالبانو د مشرانو ترمینځ مشوره دوام لري او زر د جینکو ښوونځي هم پرانیستل کیږي .

تیره اونۍ هم د کابل او د هرات په شمول د افغانستان د بیلابیلو ښارونو ښځو په یوشمیر مظاهرو کښې د زده کړې ، د  کار او  د ټولنیزو ازادیو په شمول له سړیو سره له برابرو حقوقو د برخوریدا غوښتنه کړي وه .

راپورونه وايي چې طالبانو په ځینو میرمنو اوښلن ګازونه شیندلي وو .

Image Caption

 

 

ټیګونه