Sep 20, 2021 15:10 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې  دمیرمنو دچارو په باب یوه اداره  جوړیږي

 دطالبانو ویندوي زیاته کړې ده ،  دمیرمنو دچارو وزارت  په تیر نظام کې یوه سمبولیک اداره وه او  هیڅ ا جرائي  بڼه ئې نه ده درلودلې .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  د طالبانو ویندوي ذبیح  ا... مجاهد  په افغانستان کې د میرمنو دچارو د وزارت په حذفیدا پسط  نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، دمیرمنو دغه اداره  به  په راتلونکي کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې  منظمه شي او ضروري نه ده چې  نامه ئې وزارت شي .

 دطالبانو ویندوي زیاته کړې ده ،  دمیرمنو دچارو وزارت  په تیر نظام کې یوه سمبولیک اداره وه او  هیڅ ا جرائي  بڼه ئې نه ده درلودلې .

طالبانو ډلې  د افغانستان د میرمنو د چارو وزارت  د امر بالمعروف او نهي از منکر په وزارت بدل کړی دی . همداراز  دطالبانو په موقته حکومتي کابینې کې  یوه میرمن هم شتون نه لري .

  د وئيلو ده چې  په وروستیو شپو ورځو کې   دافغانستان  په کابل او  نورو ښارونو کې  په سلګونو میرمنو پخپلو مظاهرو کې د میرمنو د چارو د وزارت دبیرته احیاء کولو غوښتنې مطرح کړي دي .  په عین حال کې  طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په  افغانستان کې د ښونځیو دپرانیستو خبر ورکړی، البته یوازې هلکان ئې ښونځیو ته تلو ته بللي  او  انجونو زده کونکو  او ښځينه معلمانو د برخلیک په باب ئې هیڅ خبره نه ده کړې ، چې د ې چارې هم یو لړ شکونه  راپورته کړي دي .

 

ټیګونه