Sep 21, 2021 06:35 Asia/Kabul
  • د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د طالبانو د حکومت له مشر سره وکتل

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر او په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت مشر په دغه هیواد کښې د طبي او روغتیايي حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر او په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت مشر په دغه هیواد کښې د طبي او روغتیايي حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې

له ملا محمد حسن اخوند سره د روغتیا د نړیوالې ادارې WHO د مشر ټډروس ادهانوم ګبریسوس په کتنه کښې چې په کابل کښې په ولسمشرۍ ماڼۍ کښې وشوه، د طالبانو د حکومت مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر او د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي هم شتون درلود.

د دغې کتنې له جزئیاتو څخه کوم کره معلومات او رپورټ نه دی ترلاسه شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان له دې مخکښې په افغانستان کښې د درملو او طبي تجهیزاتو د کمي په هکله خبرداری ورکړی و.

 

ټیګونه