Sep 21, 2021 12:26 Asia/Kabul
  • په غزني ولایت کې د ناروغانو لپاره دوه بابه انتظار خونې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

زمونږ خبریال وايي د غزنی ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د دناروغانو او دناروغانو د پیوازانو لپاره دوه (۱)بابه انتظار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غزني ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر ظاهر شاه نیکمل وایي چې پخوا به ډیری پیوازان له ناروغانو سره په هوټلونو ، جوماتونو ، موټرونو او یا هم   د  زیږنتون مخکې ته انتظار کولی او شپې ورځې به یې تېرولې.

خو اوس د  غزنی د  سوداګرۍ او صنایع خونې د  ریاست له لورې د سوداګرو په مرسته دوه بابه انتظار خونې چې یوه یې دنارینه وو او بله یې د ښځینه وو لپاره ځانګړې شوې چې په ټولو اسانتیاوو سمبال شوې او ګټې اخیستنې ته چمتو دي.

 ښاغلی نیکمل زیاتوي چې په هره خونه کې له پینځلسو (۱۵) تر شلو (۲۰)  پورې کسان اوسیدلی شي.

د غزني ولایت عامې روغتیا ته ډیر ناروغان ددې ولایت له ولسوالیو څخه راځي چې ډیری یې بیرته په یوه ورځ کې خپلو سیمو ته نه شي ستنیدای نو اړ دي چې ورځې او شپې په روغتون کې پاته شي بیا د ډاکټر له لیدنې او معانې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي .

 

ټیګونه