Sep 22, 2021 07:24 Asia/Kabul
  • طالبانو د شهید استادربانی تعلیم او تربیّت پوهنتون نامه بدله کړې

عطامحمد نور  وائي مونږ یوه ورځ بیرته خپل هیواد ته ګرځو او  خپل هویّت به بیرته احیاء کړو او  له  کرغیړنو  عناصرو سره  به هم مقابله وکړو .

 زمونږ خبریال د سفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  د افغانستان  د جمعیت اسلامی ګوند اجرائی مشر عطامحمد نور د طالبانو له خوا د شهید استاد رباني تعلیم او تربیّت پوهنتون د نامې په بدلولو سخت غبرګون وښود.

عطامحمد نور  وائي مونږ یوه ورځ بیرته خپل هیواد ته ګرځو او  خپل هویّت به بیرته احیاء کړو او  له  کرغیړنو  عناصرو سره  به هم مقابله وکړو .

 عطامحمد نور چې وئیل کیږي ،  اوس په متحده عربی اماراتو کې  ژوند کوي ، زیاته کړې ده ، طالبانو چې د نورو په اشارو  اقدامات کوي ، دد شهید استاد برهان الدین رباني  د شهادت د کلیزې په ورځ ئې د تعلیم او تربیّت  دپوهنتون له بورډه  دهغه نامه  حذف کړې ده . .  عطامحمد نور  دغه راز ووئیل ، طالبانو په دغه  متعصب  او اړونده کړچار سره یوځل بیا   دقومونو ترمینځ  واټن نوره هم زیات کړی او  اوس  هغه سبمولونه چې  طالبان ئې  د قومي  نښو په توګه ګڼي  هم  له خطرو سره مخ دي او  دغو سپيرو اقداماتو  په خلکو کې ددغې ډلې کرکیجنه روحیه  خوره کړې ده .

 د وئیلو ده  د افغانستان  دپخواني ولسمشر برهان الدین رباني  دترور له لسمې کلیزې سره په یووخت  ، ددوشنبې په ورځې   د طالبانو د لوړو زده کړو  وزارت ، د شهید استاد رباني د تعلیم او تربیّت  پوهنتون د نامې د بدلولو فرمان صادر کړی دی

 

ټیګونه