Sep 22, 2021 14:05 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان طالبانو هغه چارواکي ونیول چې د مرستو له ټرک څخه یې د پاکستان بیرغ کوز کړی و .

طالبانو فیصله کړي ده چې د هغو چارواکو پرضد  چې د پاکستان لخوا افغانستان د استول شویو مرستو له ټرک څخه یې د پاکستان بیرغ کوز کړی و اقدام ترسره کړي .

پاکستان په تیرې یکشنبې ورځ په افغانستان کښې  د طالبانو نوي حکومت ته په اولسو (۱۷) کانټینرونو کښې ډیرې مرستې چې خوراکي مواد پکښې بار وو د تورخم له لارې دغه هیواد ته واستولې  .

خو اوس یوشمیر ویډیوګانې په اینټرنیټ پاڼو خپرې شوي دي چې پکښې د طالبانو ځینې چارواکي د مرستو له یوه(۱) ټرک څخه د پاکستان بیرغ لیرې کوي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د دغه پیښې په خاطر د اسلامي امارت ټوله کابینه خپه شوي ده .

ذبیح الله مجاهد وویل یقینا دغه پیښې به زمونږ ګاونډی هیواد پاکستان خپه کړی وي چې زه ترې بښنه غواړم او زیاته یې کړه طالبان له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل له ټرک څخه د پاکستان د بیرغ په کوزولو کښې لاس لرونکي چارواکي نیول شوي او له هغوې وسلې هم اخیستل شوي او له هغوې سره به له قانون  سره سم چلند وشي .

 

 

 

ټیګونه