Sep 23, 2021 05:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان ډیرې رسنۍ اوس تړل شوي دي

طلوع نیوز ټیلي ویژن راپور ورکړ په افغانستان کښې د څه د پاسه یوسل پنځوسو (۱۵۰) رسنیو په چټي کیدا سره خبریالان وايي چې په تیره یوه (۱) میاشت کښې اطلاعاتو ته د دوې لاسرسی هم محدود شوی دی .

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو د رسیدا یوه (۱) میاشت تیریږي خو له پخوانيو ژمنو سره سره رسنۍ ورځ تر بلې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي .

د افغانستان د رسنیو د مالي سرچینو کمښت د بې روزګارۍ او د تجربه لرونکو خبریالانو له هیواد څخه د وتلو یو(۱) دلیل دی .

د طلوع نیوز ټیلي ويژن د راپور پراساس په تیره یوه (۱) میاشت کښې په افغانستان کښې د څه د پاسه یوسل درې پنځوسو(۱۵۳) ټیلي ویژن چینلونو ، ورځپاڼو او راډیوګانو او انلاین رسنیو فعالیت بند شوی دی .

د ټیلي ويژن چینلونو ، راډیوګانو ، ورځپاڼو او د انلاین رسنیو کار کول په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې د افغانستان یوه (۱) بریا ګڼل کیږي خو له تیرې میاشتې راهسې د لسګونو رسنیو فعالیت د بیلابیلو دلایلو په تیره بیا د بودجې د کمښت په وجه بند شوی دی .

اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدود کیدا او د رسنیو د بندیدا په هکله راپور په داسې حال کښې خپور شوی چې د افغانستان د اطلاعاتو او د کلتور وزارت وايي چې د ازادو رسنیو لپاره هیڅ محدودیت نه دی رامینځته شوی او دغه رسنۍ کولی شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي .

 

ټیګونه