Sep 23, 2021 12:29 Asia/Kabul
  • د باختر خزانې د قاچاق  ادعا  دروغ ده

  باختر خزانه ، د نړۍ یوه ترټولو ستره خزانه  شمیرل کیږي  چې د کوشانیانو  او اشکانیانو  د پړاؤنو  پاتې د  سرو زرو ټوکر  او سِ پکې  شاملې دي  چې  د افغانستان   ډيرو  ارزښتمنوتاریخي تل پاتې   آثارو او د دغه هیواد  پیسو  پشتوانې په توګه شمیرل کیږي .

 زمونږخبریال د طلوع نیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ،  د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ذبیح ا... مجاهد  نن په یولړ څرګندونو کې  ووئيل د باختر خزانه  په کابل کې په امن ځاي کې  ده او  له افغانستانه ئې بهر ته دقاچاق  په باب هرډول ادعا دروغ ده .

 د افغانستان پخواني حکومت د باختر خزانې د ساتلو لپاره ، دغه خزانه   دولسمشرۍ  ارګ ته منتقله کړې وه  ، خو  له نسکوریدا او داماراتو ته د اشرف غني له تښتې وروسته  ئې  دساتلو په باب شکونه  موجود وو. په عین حال کې  د حفیظ لطیفي پشمول  یو شمیر لرغون پيژاندي ټينګار کوي ، د باختر خزانه  د افغانستان یو ترټولو ارزښتمنه تاریخي  خزانه ده او د  هیواد او د مونږ د تاریخي او کلتوري هویّت ښودنه کوي . 

ټیګونه