Sep 25, 2021 06:27 Asia/Kabul
  • امريکا دې کنګل شوې پيسې افغانستان ته ورکړي

لاريونوالو د امريکا حکومت وغانده چې په ناقانونه او ظالمانه ډول يې د افغانستان پیسې کنګل کړي او د خلکو ژوند يې له بحران سره مخ کړی.

په کابل کې سلګونو ځوانانو او خلکو د يوه لاريون په ترسره کولو سره له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره کنګل کړې مالي زېرمه طالبانو ته په واک کې ورکړي.

دغه لاریون د جميعت اصلاح سازمان د ځوانانو څانګې (نجم) بللی و، چې يو شمېر ديني عالمانو او صرافانو هم پکې ګډون کړی و.

لاريونوالو د امريکا حکومت وغانده چې په ناقانونه او ظالمانه ډول يې د افغانستان پیسې کنګل کړي او د خلکو ژوند يې له بحران سره مخ کړی.

د نجم مشر ټینګار وکړ، چې د داسې فشارونو په واردولو به امريکا په افغانستان کې خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.

معترضینو خبرداری ورکړ، چې د امريکا لخوا به طالبانو ته د کنګل شويو پيسو نه په واک کې ورکول به انساني ناورين رامنځته کړي، چې ملامتي به يې د امريکا پر غاړه وي.

امريکايي چارواکو بيا ويلي، چې یادې پيسې به د طالبانو له خوا د نړیوالو غوښتنو ته د نه غاړې ايښودو تر مودې کنګل وساتي.

 

ټیګونه