Sep 26, 2021 15:06 Asia/Kabul
  • امریکا پر طالبانو ځیني  بندیزونه  د نړیوالو ټولنوپه دباؤ سره  ختم کړل

 امریکا اعلان کړی دی ، د  افغانستان دمرکزی بانک  شتمنۍ  به طالبانو په اختیار کې ورنکړي .

 روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی ،  دملګروملتو ملتو یونیسف او د خواړو نړیوال پروګرام  په دې باب په  خبرداریو پسې چې  د افغانستان  څه دپاسه  نوي فی صدي خلک،کافی خواړو ته لاس رسی نه لري،د امریکا خزانې وزارت   ددغو اورګانونو  په دباؤ سره او د واشنګټن  د نه منزوي  کیدا په خاطر وئیلي دي ، نړیوالې  موسیسې او اورګانونه  افغانستان ته خوراکي اودرملیز مواد لیږدولی شي .

 امریکا په داسې حال کې  افغانستان ته د درملو او خوراکي موادو د لیږد مجوز صادر کړی دی ، چې دطالبانو په کابل کې له دیره کیدا  مخکې ئې  د  دغه هیواد د مرکزی بانک  کابو  لس میلیارډ ډالرو په ارزښت  زیرمې  تړلي دي .

 امریکا اعلان کړی دی ، د  افغانستان دمرکزی بانک  شتمنۍ  به طالبانو په اختیار کې ورنکړي .

 

ټیګونه