Sep 27, 2021 06:40 Asia/Kabul
  • د حسن زاده املی د مړینی د امله د افغانستان د علماو خواخوږی

د افغانستان دیني عالمانو په ایران کې د حضرت ایت الله حسن زاده املی مړینه د اسلامي نړۍ لپاره لویه ضایعه وبلله.

سید حسین عالمی بلخي د اهلبیت د مینه والو د ټولنې مشر نن د یوې بیانیې په صادرولو سره د ایت الله حسن زاده املی مړینه د اسلامي نړۍ لپاره لویه ضایعه وباله او امام زمان عج، اسلامي امت او د رهبری مقام ته یې تسلیت وړاندې کړ.

د افغانستان د تبیان د فرهنګي مرکز مشر سید عیسي حسینی مزاری هم په یو بیان کې یادونه وکړه چي حسن زاده املی له ولایت او له رهبری او همدارنګه د اسلامي جمهوریت له ماصلي ملاتړ کوونکو څخه و.

هغه زیاته کړې چي دغه وتلی عالم د خپل ژوندون پر مهال د اسلام او د مسلمانانو لپاره زیات خدمتونه تر سره کړي او له اسلام څخه د دفاع او د اهل بیت ع د لارښونو د ښودلو په ډګر کې بې سارې هڅې کړي دي.

همدارنګه د افغانستان د علمیه حوزو او دیني مدرسو محصلینو او د پوهنتونو ښوونکو په ټولنیزو رسنیو کې د ایت حسن زاده املی د تصویرونو په خپرولو سره د هغه د مړیني تسلیت وویل.

ایت الله حسن زاده املی د شنبې په شپه وفات شو.

 

ټیګونه