Sep 27, 2021 07:20 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت او د طالبانو غبرګون

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د حکومت سفیر شهیل شاهین ټینګار کړي چي دوی حق لری د افغانستان په استازیتوب کې په ملګرو ملتونو کې وینا وکړي.

طالبانو د ملګرو ملتونو پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې له مخي یې د دوی استازی د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای.

 سهیل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت سفیر نومول شوی، رسنیو ته وویل چې دوی حق لري د افغانستان استازیتوب وکړي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي.

هغه زیاته کړه: زموږ حق دی چې د ملګرو ملتونو د اصولو پر بنسټ د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت وپيژندل شو.

تردې وړاندې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و چې غلام محمد اسحاقزی به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت پخوانی استازی ښاغلی اسحاقزی اوس هم په خپله دنده کې پاتې دی ځکه لا د ملګرو ملتونو د اعتباربښنې کمېټې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

 

ټیګونه