Oct 06, 2021 14:02 Asia/Kabul

د ایران د اړونده  او ګان مشرانو وئيلي دي ود افغانستان له ولس سره  د انسان دوستۍ مرستو ته هماغه راز دوام ورکوي .

د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې دنړیوالو برخې مدیر غلام حبیب حسام د کابل په هوائي ډګر کې  له ایران پریس خبری اژانس سره په خبرو کې  ووئیل،دغه هیواد  له ډيرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ دی  او  افغانستان ته د خوراکي موادو  او درملیزو شیانو د انسان دوستۍ دمرستو لیږد ډیر اړین دی .

 د افغانستان دسرې میاشتې د ټولنې دنړیوالې برخې مدیر  له دوستو او اسلامي  هیوادونو وغوښتل دافغانستان اوسني وضعیّت ته په پام سره  دې  ددغه هیواد د ولس لپاره  لازیاتې انسان دوستۍ مرستې  راولیږدوي .

 غلام حبیب حسام په دې باب چې  د افغانستان  داړمن ولس لاسونو ته د انسان دوستۍ دمرستو درسولو لپاره  څه ضمانت شته ، روښانه کړې ده ، ددغه هیواد دسرې میاشتې ټولنه ، یو ولسی او خپلواکه  اورګان دی او  ورلیږدول شوي انسان دوستۍ مرستو  په امانتدارۍ سره   دافغانستان په مختلفو ولایتونو کې  داړمنو خلکو لاسونو ته رسوي .

د افغانستان د ولس لپاره د  ایران د اسلامی جمهوریت دسرې میاشتې دټولنې  دانسان دوستۍ ا و مرستو  یوه بله جوپه هم  چې  څه دپاسه پنځوس ټنه خوراکي او درملیز توکي پکې دي ، پرون ناوخته  د کابل هوائي ډګر ته رسیدلې او ددغه هیواد دسرې میاشتې ټولنې  ته سپارل شوې ده . او د ایران د اړونده  او ګان مشرانو وئيلي دي ود افغانستان له ولس سره  د انسان دوستۍ مرستو ته هماغه راز دوام ورکوي .

 

ټیګونه