Oct 07, 2021 11:41 Asia/Kabul

که څه هم چې په رسمې ډول د چاودنې د ډول او دنورو معلوماتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو عینی شاهدانو ویلي چې چاودنه د یو طالب زده کوونکي په لاس کې د لاسي بم د چاودنې له امله رامنځته شوه .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، عینی شاهدان وایي چې چاودنه تیر ماښام له لمانځه وروسته دخوست ښار په څنډه په  ډیری سیمې کې د مظهرالعلوم په نوم مذهبی مدرسه کې وشوه. شاهدانو ویلي چې په دې چاودنه کې د مدرسې یو طالب ووژل شو او څوارلس  نور ژوبل شول. 

نور معلومات زمونږ د خبریال له خولې اورو .

 

ټیګونه