Oct 13, 2021 07:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان کرکټ ایلېون لوبډلې د قطر ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې افغان ایلېون لوبډلې د قطر هېواد د کرکټ له ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه کړې او په اوو ویکټو سره یې ګټلې ده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنيو ته وویل، په پیل کې د لوبې پچه افغان ایلېون لوبډلې وګټله او وړومبې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د نوموړي په خبره، افغان ایلېون لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کښې د شپږو ویکټو په سوزېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې مقابلې لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او د ۳۳منډو په توپیر سره یې لوبه وبایلله.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال افغان ملي لوبډله د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په هدف په قطر کې په تمریناتي لوبو بوخته ده؛ چې ټاکل شوې ډېر ژر به متحده عرب اماراتو ته ولاړه شي.

 

ټیګونه