Oct 13, 2021 10:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د امریکا د جان بولټن  ادعا رد کړه

ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو موقته حکومت د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن دریځ ته په غبرګون کښې وویل چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پرضد استفاده ونشي .

د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت و یاند «سعید خوستي» د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د ادعا په ردولو سره په افغانستان کښې د سرزورۍ په هکله د اندیښنو په ناسم بللو سره ټینګار وکړ چې د طالبانو موقته حکومت خپلو وعدو ته ژمن دی او د هیڅ هیواد پرضد د افغانستان خاوره نه استعمالیږي او بل کوم هیواد هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ونکړي .

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن څه موده مخکې په یوې (۱) مقالې کښې د افغانستان په وړاندې د ولسمشر جوبایډن د حکومت په سیاست باندې نیوکې سره ادعا کړي وه چې له افغانستانه د واشنګټن د وتلو پایلې تراوسه ختمې شوي نه دي او د سرزورۍ بد بوې اوس هم د امریکا خلک ځوروي .

امریکا چې په دوه زره لومړي (۲۰۰۱) میلادي کال کښې له ترهګرۍ او سرزورۍ سره د مبارزې په ادعا سره افغانستان ته ورغلي وه بالاخره د افغانستان له شل (۲۰) کلن نیواک او د ډیرو تاوانونو له زغملو او ناکامۍ او د ماتي له منلو وروسته د روان میلادي کال د اګست په یویردشمه (۳۱) نیټه له افغانستان څخه تښتیدا ته مجبوره شوه .

 

ټیګونه