Oct 13, 2021 14:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان اقتصاد د دړې وړې کیدا په درشل کښې دی

ایرنا خبري اژانس وايي یوشمیر اقتصادي کارپيژاندو او نړیوالو موسسو د افغانستان د اقتصادي دړې وړې کیدا او په سیمې او نړۍ باندې د هغې د اغیزې په هکله خبرداری ورکړ .

دغو نړیوالو موسسو او اقتصادي کارپيژاندو په افغانستان کښې د اقتصادي کړکیچ ، بې وزلۍ او د بیکارۍ زیاتیدا ته په اشارې سره وویل که چیرې د دغو اقتصادي ستونزو د ختمولو لپاره کوم تدبیره غوره نشي د افغانستان د اقتصاد دړې وړې کیدل حتمي دي او د سیمې او د نړۍ هیوادونه به د دغه مسلې له منفي پایلو په امان کښې نه وي .

ملګروملتونو خبرداری ورکړی د افغانستان د میلیارډونو ډالرو د شتمنیو کنګل کیدل د دغه هیواد د جدي اقتصادي دړې وړې کیدا سبب شي او میلیونونو نور افغانان به له بې وزلۍ او لوږې سره مخامخ شي .

د افغانستان د مرکزي بانک څه د پاسه لس (۱۰) میلیارډه  ډالر په خارج کښې دي چې د لویدیځو هیوادونو لخوا په طالبانو باندې د دباو د اړم په توګه ګڼل کیږي .

د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي دي چې د طالبانو پرضد بایکاټونه نه ختموي او نه دغه ډلې ته اجازه ورکوي چې د نړۍ مالي سیسټم ته لاسرسی پیدا کړي .

روسیې او چین د افغانستان د کنګل شویو ډالرو په ازادولو ټینګار کړی دی .

 

ټیګونه