Oct 14, 2021 07:18 Asia/Kabul
  • د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته ورځي

د اسلامي هیوادونو په هغو وزیرانو کې، چې ډېر احتمال شته کابل ته لاړ شي د ترکیې د باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي شامل دي.

د یو شمېر اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران غواړي چې کابل ته لاړ شي

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسلامي هیوادونو په هغو وزیرانو کې، چې ډېر احتمال شته کابل ته لاړ شي د ترکیې د باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي شامل دي.

ښاغلي اوغلو له اغلې مرسودي سره په یوه ګډ کنفرانس کې وویل «موږ د افغانستان وضعیت له نژدې تعقیبوو. موږ په راتلونکي وخت کې د اسلامي هیوادونو له یو شمېر نورو بهرنیو چارووزیرانو سره کابل ته ور ځو.

د افغانستان په اړه د جي شل په سرمشریزه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د بشري بحران او پراخ بنسټه حکومت ته د طالبانو د هڅولو په اړه د جي شل هیوادونو له لوري د یوې دایمي کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړ.

 

 

ټیګونه