Oct 14, 2021 12:05 Asia/Kabul
  • کونړکښې چاودنې طالبانو اوعامه وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

چاودنه غرمه مهال د کونړ مرکز اسد اباد ښار اړوند د کرهالی پلۀ ته څېرمه د طالبانو پر یو رنجر موټر وشوه.

  په سیمه کښې عینی شاهدان وائي  له چاودنې وروسته یې دوه وژل شوي او څو ژوبل طالبان لیدلي دي عیني شاهدانو دغه رنګ ویلي چې  په پیښه کښې یو شمیر میرمنې او دښوونځي زده کوونکي هم ژوبل شوي دي. که څه هم د کونړ  ولایتی ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو طالبانو ته نږدې سرچینو دچاودنې په پېښه اعتراف کړے دے. نا تاید شوي رپوټونه وایی چې په وژل شویو کښ ې  د کونړ  ولایت د شیګل ولسوالۍ امنیه قوماندان هم شامل دے .

 بل پلو د کونړ د مرکزي روغتون سرچینو ویلي چې له چاودنې وروسته تر لسو زیات زخميان روغتون ته راوړل شوي چې طالبان او ملکی وګړي پکې دي . ډاکترانو د دوه ژوبلو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ بللی دے . تر اوسه د دې چاودنې پړه چا په غاړه نده اخیستې . خواوشاه دوه اونۍ وړاندې هم دکونړ په مرکز اسد اباد کې دیاد ولایت د سکتوری ریس پر موټر هم د سړک غاړې مائن چاودنه شوې وه چې پکې هغه له خپلو درې تنو ساتونکو سره ژوبل شوے ؤ .

 

ټیګونه