Oct 14, 2021 14:15 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د غزني ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د لسګونو بېلابېل ډوله الکولي څښاک د نیولو خبر ورکوي.

ویل کيږي دا څښاک تیره شپه دغزني مرکز اړوند (پل حیدرآباد) سیمه کې نیول شوي.

 د غزني ولایت د امینه قومندانۍ دامنیت آمر مولوي نعمان وایي چې نیول شوی کس د دوی تر څارنې لاندې و  چې له کابل نه به یې غزني الکولي څښاک راوړل او بیا به یې په غزني کې په خلکو پلورل .

دا لومړی ځل نه دی چې په غزني کې د جنایي پیښو د مجرمینو د نیولو راپورونه ورکول کیږي تردې شاوخوا دوې(۲) اونۍ وړاندې طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند په (قلعه نو) سیمه کې پنځه تنه انسان تښتوونکي چې یو(۱) ماشوم یې له کابل نه تښتولی و ونیول.

 

ټیګونه