Oct 15, 2021 11:22 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره تعامل د طالبانو د رسمیّت پيژندنې په معنا نه دی

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینا وړمه ورځ  د طالبانو  د عدالیې وزارت  له سرپرست  عبدالحکیم الشرعي سره  په کتنې کې د طالبانو له حکومت سره د انقرې  د ملګرتیا لپاره چمتووالی ښودلی دی .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ ، دترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو بیګا په انقرې کې د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست امیرخان متقي  سره په کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  نړیواله ټولنه باید  له دغې ډلې سره تعامل ولرل شي ،  ووئيل ، تعامل ددغې ډغې  د رسمیّت پیژندنې په معنا نه دی .

 مولو د چاوو ش اوغلو  په دغې کتنې کې  ووئیل ، مونږ  وارمخکې شرطونه نه  مطرح کوو ، خو تل وایوو چې  هر څه باید  په افغانستان کې ټولشموله وي.

 دترکیې خارجه وزیر  همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې   د افغانستان تړل شوي شتمنۍ باید بیرته وګرځول شي ، زیاته کړې ،   د طالبانو چارواکو ته په افغانستان کې د ښځو د کارکسب او د انجونو زده  کونکو په باب یول ړ سپارښتنې  ذکر شوي دي .

 د طالبانو د حکومت د رسمیّت پيژندنې په باب  دچاوو ش اوغلو  څرګندونې په داسې حال کې مطرح دي چې  په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینا وړمه ورځ  د طالبانو  د عدالیې وزارت  له سرپرست  عبدالحکیم الشرعي سره  په کتنې کې د طالبانو له حکومت سره د انقرې  د ملګرتیا لپاره چمتووالی ښودلی دی .

 

ټیګونه