Oct 15, 2021 14:12 Asia/Kabul

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان په کندهار کې د شیعیانو په یوه جومات کې د جمعې لمانځه د ترسره کیدا په وخت زوروه چاودنه شوې چې وئيل کیږي ،تر دي دمه پکې تر 60 پورې لمونځ ګزار شهیدان او څه دپاسه 70 نور ټپیان شوي چې ممکنه ده د شهیدانو شمیر نوره هم زیات شي .

  د کندهار  په لومړنۍ ناحیّې  کې د  شیعه مسلمانانو د  جمعې لمانځه د لمونځ ګزاروپه مینځ کې د خداي په کور جومات کې  په د اسې حال کې بوږنونکي چاودنه شوې چې لمونځ ګزار د پرودرګار په د رګاه کې سر بسجود وو  او   انسان ډوله وحشیانو بیا  خپل ځیږ او غیر انساني  هویّت نندارې ته وړانډې کړ او د خداي کور ئې د لمونځ ګزارو په وینو بیا ککړ کړ .

له دې یوه اونۍ مخکې د افغانستان  په کندوز کې په سید آباد کې هم ورته چاودنه شوې وه چې  د  کابو درې نیم سوه لمونځ ګزارو په وینو ئې د خداي کور جومات لیت پیت کړی ؤ .  او ددغه غیر انساني  او بوږنونکي اقدام پړه هم داعشي تکفیریانو په غاړه اخستې وه .

وروستي راپورونه ښئ چې  دخبر تر مخابیره کیدا پورې د شهیدانو شمیر درې دیرشو تنو ته زیات شوی او ټپیان هم له پنځوسو زیات شوي دي او ممکنه ده دشهیدانو شمیر بیا هم زیات شي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه