Oct 15, 2021 14:59 Asia/Kabul
  • د پانګونې د جذبولولپاره  د طالبانو په وړاندې چیلنجونه

  د پانګونې د جذبولو له لارې  د افغانستان د اقتصادی مشکلاتو دحل لپاره د طالبانو د ډيرو زیاتو چیلنجونو ترڅنګ ، په  افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  فعالیت   هم دی چې  په همداوروستیوکې ئې  په دغه هیواد کې خپلو ځيږو او ترهه ګرو   اقداماتو ته  زور ورکړی دی .

په افغانستان کې د طالبانو ډلې یو غوره   او لوي چیلنج  ددغه هیواد داقتصادي مشکلاتو دحل لپاره  دپانګونې جذبول دي .  مختلفو هیوادونو ته د طالب مشرانو  سفرونه ، ښئ چې تر دې دمه  دغه ډله  دسیمه ایزو مرستو په جلبولو کې  څه خاص بریالۍ شوې نه ده .

 د بهرنیو  پانګونو  دجذبولو لپاره  یوه تر تولو مهمه ستونزه ، د نړیوالو ټولنو له خوا په رسمیّت نه پيژندنه ده . د نړیوالو حقوقو له نظره ،  هر هغه سیاسی لوری ،چې  مشروعیت او رواوالی ولرل شي ، په پیل کې باید د مختلفو هیوادونو له خوا  په رسمي او حقوقي توګه   وپيژندل شي چې د هغو په چوکاټ کې  دوه  او څو اړخیزې ملګرتیاوې بڼه ومومي . که څه هم دم ګړۍ  مختلف هیوادونه د طالبانو پلاوي  مني ،ا و ورسره خبرې اترې کوي ، خو  ددغو هیوادونو له نظره ، دغه لیده کاته ، د طالبانو  د رسمیّت پيژندنې په معنا نه دي .، بلکې  له دغې ډ لې سره تعامل دی څو ځیني سپارښتنې ورته وشي  او  په افغانستان کې د  طالبانو موقته حکومت د پيژندنې لپاره  د لازمو شرائطو د رامینځةکولو لپاره ګام پورته کړي .

 په تهران کې د پوهنتون یو استاذ او دسیمې د چارو یو کارپوه  بهرام امیر احمدیان  په دې باب وائي ، طالبان د روا قدرت د درلودلو لپاره باید   د وسلوالې ډلې له شرائطو  ووځي ،  یو ګوند جوړ کړي .  انتخابات ترسره کړي ، او د سالم او کرار ژوند لپاره  د درستو افغان ښاریزو  حقوق  تامین کړي . پر دې اساس ، په پیل کې  باید  د یوه ټول شموله حکومت په بڼه کې  ظاهر شي .

 د ملګروملتو  د اعلان په اساس ، دطالبانو کلنی عاید  له درو سوو میلیونو رانیولې تر یو میلیارډ ډالرو پورې دی چې  زیاتره برخه ئې  د جرم او حنایت او د نشه ایزو موادو  دقاچاق له لارې ترلاسه کیږي  او دغه شمیر د افغانستان د حکومت دلګښتونو په وړاندې  دسمندر دیوې قطرې برابر  دی . پر دې اساس  طالبانو ډله  دپانګې  د جذبولو لپاره  فعالیت ته مجبوره ده .  ځکه پاکستان  د طالبانو د ملاتړي په توګه   په افغانستان  کې د پانګونې او  د  پیسو د ورکولو لپاره  مناسب اقتصادي شرائط نه  لري او د طالبانو ملاتړي عرب هیوادونه هم  د نړیوالو غبرګونونو  داندیښنې په دلیل  د طالبانو د مالی اړتیاؤ تامینولو ته تیار نه دي . په همدې دلیل  ملګرو ملتو  پر افغانستان د طالبانو له حاکمیّت وروسته  په دغه هیواد کې د انساني غمیزې د رامینځةکیدا په باب  خبرداری ورکړی دی .

 پر دې سربیره ، د پانګونې  د جذبولولپاره  د طالبانو په وړاندې یو بل چیلنج ،  د لازمو بیخ بینائیو  نه شتون دی چې  د هغو د تامین لپاره په پیل کې   لازیاتې پانګونې لازمې دي  چې  په افغانستان کې د  بحران  او  ناکراریو دوام ته په پام سره  ئې   د ساتنې او تل پاتیکیدا  اندازه مشخصه نه ده .

په افغانستان کې ددغه هیواد دمسئلو یو کارپيژاند  محمد قربان حق جو  هم  په افغانستان کې د پانګونې په وړانډې یو تر ټولو مهم  چیلنج  د بریښنا په شمول  دتولید لپاره د لازمو بیخ بینائیو   نه شتون  دی چې ښئ  دغه بیخ بینائۍ  یا تامین شوي نه دي او یا هم  دجنګ او جګړو له امله  تباه شوي دي .

 په هر حال ،  د پانګونې د جذبولو له لارې  د افغانستان د اقتصادی مشکلاتو دحل لپاره د طالبانو د ډيرو زیاتو چیلنجونو ترڅنګ ، په  افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  فعالیت   هم دی چې  په همداوروستیوکې ئې  په دغه هیواد کې خپلو ځيږو او ترهه ګرو   اقداماتو ته  زور ورکړی دی . که څه هم  طالبانو ډله  هماغه راز مدعي ده چې   داعش  جدي خطره نه حسابیږي ، خو ددغې ترهه ګرې ډلې له خوا  په افغانستان کې    خونړیوتاؤتریخوالو  او ناکراریو ته لمن وهل ،  په افغانستان کې د   پانګونې لپاره   پانګوال نیهلی   کولی او په بله معنا تښتې ته اړباسلی شي . 

 له دې امله  دنړیوالو ټولنو له خوا  دخپل حاکمیّت د پيژندلو لپاره  دطالبانو د هڅې ترڅنګ   دمسئولیّت منلي حاکم په توګه  په درست افغانستان کې    د امنیت ټينګول دي .   هغه خونړۍ حملې چې طالبانو د اشرف غني  دحکومت په ضد ترسره ولې ، اوس ئې  هماغه شان  داعش ترهه ګره ډله ترسره کوي ، چې طالبان  ئې د حالاتو  د کنټرولولو لپاره  له سختو شرائطو سره مخامخ  کړي دي .

 

ټیګونه