Oct 15, 2021 16:18 Asia/Kabul

له دې کابو پنځلس ورځې مخکې د افغانستان په کندوز کې په سید آباد کې هم ورته چاودنه شوې وه چې د کابو درې نیم سوه لمونځ ګزارو په وینو ئې د خداي کور جومات لیت پیت کړی ؤ . او ددغه غیر انساني او بوږنونکي اقدام پړه هم داعشي تکفیریانو په غاړه اخستې وه .

زمونږخبریال  راپور راکړی د افغانستان په کندهار کې  د شیعیانو په یوه جومات کې د جمعې لمانځه د ترسره کیدا په وخت  زوروه  چاودنه شوې  چې وئيل کیږي ،   پکې 41 لمونځ کونکي  شهیدان او کابو څلوی 70 نور ټپیان شوي دي  

 داپه  د اسې حال کې دي چې  د کندهار  په لومړنۍ ناحیّې  کې د  شیعه مسلمانانو د  جمعې لمانځه د لمونځ ګزاروپه مینځ کې د خداي په کور جومات کې  په د اسې حال کې بوږنونکي چاودنه شوې چې لمونځ ګزار د پرودرګار په د رګاه کې سر بسجود وو  او   انسان ډوله وحشیانو بیا  خپل ځیږ او غیر انساني  هویّت نندارې ته وړانډې کړ او د خداي کور ئې د لمونځ ګزارو په وینو بیا ککړ کړ .

نور تفصیل ئې زمونږ دخبریال له خولې آورو .

 

ټیګونه