Oct 16, 2021 12:19 Asia/Kabul
  • امریکا تراوسه خلیلزاد ته په ماسکو ناسته کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، چې د ماسکو ناسته کې د افغان سولې لپاره د ځانګړي امریکایي استازي زلمي خلیلزاد د ګډون په هیله دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي، چې تراوسه دغه وزارت د افغانستان په اړه د مسکو د روانې اونۍ په ناسته کې د زلمي خلیلزاد د ګډون پریکړه نه ده کړې.

نوموړي ویلي چې په دې کنفرانس کې د متحده ایالاتو د پلاوي د ګډون او په دې اړه چې څوک به په دې پلاوي کې غړیتوب ولري، پریکړه نه ده شوې.

له دې سره، امریکايي ویاند له روسیې سره د افغانستان په اړه تېرې ګډې ناستې ګټورې ګڼلي او ویلي، چې له روسیې او نورو هېوادونو سره په دې برخه کې ګډ کار ته لېواله دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، چې د ماسکو ناسته کې د افغان سولې لپاره د ځانګړي امریکایي استازي زلمي خلیلزاد د ګډون په هیله دي.

خلیلزاد مخکې هم له کابلوف سره په ګډه د افغانستان په اړه څو ناستې تنظیم کړې وې، چې د روسیې ترڅنګ د پاکستان او چین استازو هم ګډون پکې درلود.

 

ټیګونه