Oct 16, 2021 15:02 Asia/Kabul
  • د همګټو هېوادونو سرمشريزه غونډه او د افغانستان په باره کښې د پيوټن دريځ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن د تېرې جمعې په ورځ د همګټو خپلواکو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کښې وويل: د طالبانو په رسميت پېژندلو لپاره هيڅ بيړه نشته.

هغه تاکيد وکړ چې د افغانستان حالت د مرکزي اېشيا د سيمې لپاره يو لړ اندېښنې او خطرات رامنځته کوي. د پيوټن د وېنا له مخې د افغانستان په شمال کښې دوه زره داعشي وسله وال ترهه ګر شتون لري او مشر يې غواړي چې په نورو هېوادونو او سيمو باندې تاثير وکړي.

د افغانستان په وړاندې د پيوټن دريځ نيونه له دوو مختلفو اړخونو رامنځته شوې ده. په دې باره کښې د روسيې د ولسمشر وړومبنے تاکيد دا دے چې ماسکو په اوس حال کښې د طالبانو په رسميت پېژندلو اراده نه لري.

په حقيقت روسيې د 2021  کال په اګست کښې په افغانستان باندې د طالبانو د تسلط له وخت نه د طالبانو په وړاندې دوه رنګه دريځ غوره کړے دے. له يوې خوا ماسکو طالبان په افغانستان کښې د يو حقيقت په توګه مني او ورسره کار کوي، خو دا د يو روا او ولسي حکومت په توګه د هغوي د پېژندلو په مفهوم نه دي. د پيوټن وروستے دريځ هم په دقيقه توګه د همدغې خبرې انعکاس دے. د ماسکو اصلي کوشش له طالبانو سره نزدې تعلق پېدا کول دي.پکار دے ياد ولروو چې امريکنيانو د ټرمپ په دوره کښې د امريکائي فوځيانو د وژلو لپاره له طالبانو سره د ارتباط په ټينګولو او حتی د پېسو په ورکولو مودې مودې روسيه  تورنه کړې وه. نو ځکه په نوې دوره کښې د ماسکو او طالبانو ښۀ تعلقات به څه عجيبه خبره نه وي.

هم هغه ډول چې هيله کېده د ماسکو او طالبانو تعلقات تودۀ دي او په حقيقت کښې روسيې په دې چاره تمرکز لرلے دے چې له چين سره يوځاے په افغانستان کښې د امريکې او لويديځ خالي ځاے ډک کړي.

د روسيې خارجه وزير لاوروف په دې اړه ويلي دي چې ماسکو کوشش کوي چې طالبان دې ته وهڅوي چې متمدنانه چلند غوره کړي او تاکيد يې وکړ چې د دغې ډلې په رسميت پېژندل په اوس حال کښې د نړيوالې ټولنې د نظر وړ چاره نه ده.

په اوسني حال کښې د روسيې کوشش په افغانستان کښې د ګډوډۍ او ترهه ګرۍ د زياتېدو د مخنيوي لپاره په دغه هېواد کښې د حالاتو تثبيتول دي. دا چاره د دغه جنګ ځپلي هېواد د حالاتو د منظمولو لپاره له طالبانو او ملګرو ملتو سره د ملګرتيا او هلو ځلو په معنا دي. نو ځکه په دې لړ کښې ماسکو کوشش کوي چې نسبتاً په ډېموکرېټکه توګه يا په دا ډول حکومت کولو ته چې په افغانستان کښې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو او د کډوالو د نويو څپو د راپېدا کېدو سبب نه شي طالبان مجبور کړي. په دې لړ کښې د افغانستان په چارو کښې د روسيې د ولسمشر استازي ضمير کابلوف په دې وروستيو وختونو کښې وويل چې روسيې طالب ډلې ته په ماسکو کښې د افغانستان په اړه غونډه کښې چې ټاکل شوې ده د اکتوبر د روانې مياشتې په شلمه جوړه شي بلنه ورکړې ده.

دويمه مسئله چې پيوټن پرې تاکيد کړے دے د افغانستان په شمال کښې د داعشي ترهه ګرو د شتون زياتېدل دي. په حقيقت کښې د روسيې اصلي اندېښنه په افغانستان باندې دطالبانو د سلطې سيمه ايز نتائج يعنې د داعش لخوا د ترهه ګريزو فعاليتونو پراختيا او د مرکزي اېشيا جمهوريتونو په تېره بيا تاجېکستان او ازبکستان ته يې سرايت دے. پيوټن په دې باره د جمعې په ورځ په خپله وېنا کښې په وضاحت سره وويل چې ترهه ګر د افغانستان شمال کښې غواړي د هم ګټو هېوادونو په شمول په ګاونډي سيمو کښې خپل نفوذ زيات کړي او قومي او فرقه ايزو جنګونو او مذهبي نفرتونو ته لمن ووهي او د کډوالو تر بېرغ لاندې ګاونډي هېوادونوته د داخلېدو کوشش وکړي. نو ځکه ماسکو کلکه اراده کړې ده چې په مرکزي اېشيا کښې د همګټو خپلواکو هېوادونو د امنيت د ساتنې په لړ کښې د داعش لخوا د ترهه ګريزو ګواښونو په مقابل کښې نېغ په نېغه يا د ډله ايز امنيت د تړون د تنظيم په چوکاټ کښې ضروري اقدام وکړي. ماسکودا ګمان کوي چې داعش ترهه ګره ډله کوشش کوي چې د افغانستان له اوسني حالت څخه په دغه هېواد کښې د خپل موقعيت د مضبوطولو او بيا نورو ګاونډي هېوادونو ته د خپلو ترهه ګريزو عملياتو لمن پراخولو لپاره استفاده وکړي.

-------

 

ټیګونه