Oct 16, 2021 15:48 Asia/Kabul
  • په کندهارکې د شیعیانو په جومات کې چاودنه

ترهه ګرو ډلو نن د طالبانو ډلې امنیتی توان په داسې حال کې له چیلنج سره مخامخ کړې دې چی دا چاودنه په کندها رکې شوی ده . دا ښار د طالبانو دودیز مرکز بلل کیږی او په دغه ښار کې په شیعیانو حمله نه یوازې د طالبانو لپاره ډیره اندیښمنونکی ده بلکې ترهه ګرو په عمل کې ښودلی ده چی د طالبانو په مرکز د حملې کولو توان لری او دا د دغه ښار د خلکو لپاره هم اندیښمونکی ده .

 

د کندهار ښار په امام بارګاه مشهور د په بی بی فاطمه جومات کې په دوچاودنو کې په لسګونو لمونځ ګزار شهیدان او ژوبل شوي دي . دا په تیره اونۍ کې د افغانستان د شیعیانو په جومات کې دوهمه چاودنه ده .

په کندوز کې د تیرې جمعې په ترهه ګره حمله کې هم په سلګونو کسان شهیدان او ژوبل شوی وو .پرونۍ چاودنه په داسې حال کې ده چی طالبان په افغانستان کې قدرت په لاس کې لری او دکندوز له چاودنې وروسته یې هم ژمنه کړی وه چی داسې جنایت به بیا تکرار نشی او داډله د افغانستان د خلکو په تیره بیا دشیعیانو د امنیت د تامینولو وس لري . د طالبانو ډله له هغو حملو سره مخامخ ده چی د افغانستان د تیر حکومت په وخت کې یې پخپله کولې او اوس د طالبانو سیاله ډله چی د داعش د ترهه ګرې ډلې په نوم فعالیت کوی ،دغې ډلې او افغان اولس پرضد ترسره کوي . دا په دې معنا ده چی د طالبانو ډله د دغسې حملې د ترسره کولو له ردودو سره بلده ده او په اسانۍ سره یې کنټرولولې شي . له دې امله د شیعیانو په جومات کې د ترهه ګرو حملو داسې تکرار شکمن دې .

په لبنان کې د سیاسی مسلو کارپیژاندې فرانس الیاس  په دې باره کې باورې دې د افغانستان د امنیت لپاره روښانه لرلید نه لیدل کیږی ، هماغه ډول چی امریکا په افغانستان کې له خپل دوې لسیزې وروسته ماته وخوړه . پر دې اساس د افغانستان د کړکیچ یوازنۍ لاره ملی ګډ نظر دې .

ترهه ګرو ډلو نن د طالبانو ډلې امنیتی توان په داسې حال کې له چیلنج سره مخامخ کړې دې چی دا چاودنه په کندها رکې  شوی ده . دا ښار د طالبانو دودیز مرکز بلل کیږی او په دغه ښار کې په شیعیانو حمله نه یوازې د طالبانو لپاره ډیره اندیښمنونکی ده بلکې ترهه ګرو په عمل کې ښودلی ده چی د طالبانو په مرکز د حملې کولو توان لری او دا د دغه ښار د خلکو لپاره هم اندیښمونکی ده . له دې امله دا مهمه پوښتنه مطرح ده چی طالبانو په تیره یوه اونۍ کې یعنی د کندوز له ترهه ګرې حملې وروسته د افغانستان د خلکو د امنیت د تامینولو لپاره  کوم مناسب او امنیتی اقدامات ترسره کړی دي ؟که څه هم ظاهرا طالبانو د شیعیانو د وژلې په اړه انفعالی دریځ درلودلی دې ، خو شک نشته چی ترهه ګر له امنیتی درزونو د افغان اولس د ځان په خطر کې اچولو لپاره استفاده کوی .

په هر حال د طالبانو لخوا د ترهه ګرو د جنایتونو غندل د اشرف غنی د ولسمشرۍ د وخت د خونړۍ پیښو هماغه تکرار دې چی طالبانو او نورو تاوتریخوالي غواړو ډلو ترسره کول او پخوانی حکومت به هغه غندلې . په دې اساس  تره هغه چی طالبان د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او د حکومت په بدنه کې له ټولو مذهبی او قومی ظرفیتونو د استفادې په لور حرکت ونکړی ، دا احتمال چی د تیر حکومت پاتې استخباراتی کسان د خلکو د وژلې په دوام کې لاس درلودلې شي له ذهنه لیرې نه ښکاری .دې ته په پام سره چی د شیعیانو وژله په افغانستان کې مذهبی جنګ ته د لمن وهلو په ترڅ کې په زیات سیمه ایز او نړیوال حساسیت سره تعقیبږي ، د شیعیانو ټولنه هدف ګرځوی چی دا خیال کوي د طالبانو ډله هم د هغو د برخلیک په اړه دومره حساسه نده .

 

ټیګونه