Oct 17, 2021 05:51 Asia/Kabul
  • د قندهار د پیښې په هکله د افغانستان د شیعه عالمانو بیانیه

د افغانستان د شیعه علماؤ شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د امنیت د تامینولو لپاره یوه جدي حل لاره ولټوي

د افغانستان د شیعه علماؤ شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د امنیت د تامینولو لپاره یوه جدي حل لاره ولټوي

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا په قندهار کښې د شیعه لمونځ کونکو وژلې ته په غبرګون کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت له امنیتي چارواکو وغوښتل چې په هیواد کښې په تیره بیا د شیعیانو د مذهبي او کلتوري مرکزونو د امنیت د تامینولو لپاره عملي تابیاوې غوره کړي چې په هیواد کښې له دې زیاته بدامني او د بیګناه خلکو وژله ونه وینو.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا په بیانیه کښې هم داشان راغلي دي: که څه هم مونږ ته یقین دی چې نړیوال او سیمه ایز استخباراتي مرکزونه د شیعه مسلمانانو په جوماتونو باندې ترهګرې حملې د فرقه ایزو شخړو د رامینځته کیدو او په هیواد کښې د نسبي امنیت د بې بنیاده ښودلو په موخه پلانوي خو دا کار د خپلو وطنوالو د امنیت د تامینولو لپاره د واکمن حکومت په توګه د طالبانو مسئولیت او ذمه داري نه کموي.

د دغې خبرپاڼې په پاې کښې د افغانستان له خلکو وغوښتې شول چې په دیني او فرهنګي مرکزونو کښې د راغونډیدو په وخت د خپل امنیت خیال وساتي او د قندهار له خلکو غوښتنه شوې چې له هرې ممکنې لارې د شهیدانو او زخمیانو د کورنیو مرسته وکړي.

 

ټیګونه