Oct 17, 2021 07:28 Asia/Kabul
  • طالبانو د جینکو د ټولو ښوونځيو د زر خلاصولو ډاډ ورکړی دی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړې ادارې ( يونيسف) مرستيال وايي چې طالب مشرانو کابل ته د وروستي سفر په ترڅ کې ډاډ ورکړی چې په ټول افغانستان کې به له شپږم نه تر دولسم کلاسه د نجونو ښوونځي ډیر ژر پرانیستل شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړې ادارې ( يونيسف) مرستيال وايي چې طالب مشرانو کابل ته د وروستي سفر په ترڅ کې ډاډ ورکړی چې په ټول افغانستان کې به له شپږم نه تر دولسم کلاسه د نجونو ښوونځي ډیر ژر پرانیستل شي.

 عمر عبدي په يوه تازه مرکه کې د طالب مشرانو په حواله ويلي، چې د نجونو ښوونځي به د افغانستان په څلور دیرش واړو ولایتونو کې زر پرانیستل شي.

تر اوسه طالبانو په کندز، بلخ، سمنګان او جوزجان کې نجونو ته اجازه ورکړې ده چې ښوونځیو ته لاړې شي او په ارزګان کې یې هم نجونې پرې ایښې دي چې زده کړې وکړي.

عمر عبدي چې تیره اونۍ کابل ته تلی و، په نیویارک کې یې د ملګر ملتو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل: د طالبانو د پوهنې وزیر را ته ویلي و چې پر یوه داسې پروګرام کار کوي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته هم زده کړې وکړي او د دې پروګرام پر جوړیدو به له یوې تر دوو میاشتو پورې وخت ولګیږي.

 عبدي پر طالبانو غږ وکړ چې اوس هم ډیر وخت وشو چې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي، ځنډ دې پکې نه راولي.

د طالبانو د تیرې واکمنۍ پرمهال له نولس سوه شپږنویمه تر دوه زره لومړي کال پورې نجونې له زده کړو منع شوې وې او ښځې یې کارونو ته نه پرې ښودې.

د رسمي سرچينو د معلوماتو له مخې، په تیرو شلو کلونو کې د افغان زده کوونکو شمیر لس میلیونه ته ورسید چې څلور ملیونه یې نجونې وې او په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښوونځيو شمیر له شپږ زرو اتلس زرو ته زیات شو او د دې پرمختګ سربیره لاهم څه باندې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې له زده کړو بې برخې وو.

دا ځل چې طالبانو د اګست په پنځلسمه کابل ونیو د نړیوالو فشارونه پرې زیات شوې دي چې نجونې تعلیم ته پرې ږدي.

 

ټیګونه