Oct 17, 2021 12:32 Asia/Kabul
  • طالب مشرملا هیبت الله تېرکال وژل شوی

د طالبانو وياند ذبيح ا...مجاهد د هغه د نه څرګنديدو دلیل امنيتي ګواښونه ګڼلي او ويلي، چې په مناسب فرصت کې به څرګند شي.

د طالبانو يوه لوړ پوړي غړي د نوم نه خپريدو په شرط نيوز ۱۸ ټلویزیون ته د طالبانو د امیر ملا هیبت ا... د وژلو خبر ورکړی.

سرچينې ويلي، چې نوموړی تېرکال په یوه برید کې وژل شوی دی.

سرچينې د برید د وخت، ځای او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

 ‏هیبت ا...اخند زاده په ۲۰۱۶ کې د طالبانو د یوه بل امیر ملا اختر محمد منصور له وژل کيدو وروسته د دوی امير ټاکل شوی و.

د هغه د وژل کيدو/ مړينې ادعاوې مخکې هم شوي، خو طالبانو رد کړې ده.

هيبت ا...له ډېرې مودې راهيسې لږ تر لږه د يوې غږیږ پيغام تر حده هم رسنیز شوی نه دی.

د طالبانو وياند ذبيح ا...مجاهد د هغه د نه څرګنديدو دلیل امنيتي ګواښونه ګڼلي او ويلي، چې په مناسب فرصت کې به څرګند شي.

د مجاهد په وينا، ملا هیبت ا... د طالبانو له واکمنیدو وروسته کندهار ولايت ته راغلی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ملا عبدالباقي حقاني څه موده مخکې په يوه مرکه کې وويل، چې تر اوسه يې هيبت ا... له نږدې نه دی لیدلی.

د هيبت ا...د وژل کيدو خبرونه ځينې شنونکي په دې هم تاييدوي، چې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو د حل لپاره يې کوم رول نه ويني.

 

ټیګونه