Oct 17, 2021 13:11 Asia/Kabul
  • د مجاهدینو پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی وفات شو

یو شمېر خبري رسنیو او دغه راز د ننګرهار پخواني والي ضیا الحق امرخېل نن د هغه د مړینې خبر خپور کړی.

 

د افغانستان یو پخوانی جهادي مشر احمد شاه احمدزی، چې د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت صدراعظم پاتې شوی و، نن د ۷۷ کلونو په عمر ومړ.

یو شمېر خبري رسنیو او دغه راز د ننګرهار پخواني والي ضیا الحق امرخېل نن د هغه د مړینې خبر خپور کړی.

احمدزی د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي تنظیم مرستیال او له مشهورو جهادي څېرو څخه و.

هغه له ۱۹۹۵ څخه تر ۱۹۹۶ پورې د مجاهدینو د اسلامي دولت صدراعظم او په ۲۰۰۴ کې د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه و.

احمدشاه احمدزی د ژوند په وروستیو کې له سیاف څخه لاره جلا کړې وه او د یوه بل ګوند له جوړولو سره یې خپلو سیاسي هڅو ته دوام ورکاوه.

احمدزي په افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو د مخالفت لپاره یوه سیاسي جبهه هم جوړه کړې وه، چې د مختلفو غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونو له لارې یې امریکا ته په افغانستان کې د اډو ورکولو مخالفت کاوه.

 

ټیګونه