Oct 17, 2021 15:28 Asia/Kabul
  • د شیعیانوپرضدد ترهه ګرو عملیاتو په اړه د افغانستان د جمعې امامانو غبرګون

په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلګۍ لخوا د ترهه ګروحملو زیاتیدا چی زیاتره یې د شیعیانو ټولنه په نښه کړی ده ، په افغانستان کې د ناامنۍ او تاوتریخوالی د پراختیا په اړه عمومي اندیښنې زیاتې کړي دي

 

د افغانستان د جمعې لمانځه خطیبانو د شیعیانو هدفمنه وژله په دغه هیواد کې د بهرنیو لاسوهنو زمینه جوړونکی او د خلکو د بې باورۍ سبب وبلله .

د افغانستان د بیلا بیلو ښارونو جمعې امامانو په خپلو خطبو کې په کندوز او کندهار کې د شیعه لمونځ کونکیو له وژلې د کرکې په څرګندولو سره د طالبانو حکومت له امنیتی مسولینو وغوښتل د ترهه ګرو په وړاندې په دریدا سره د وروستیو جنایتونو اصلی عاملین سزا کړي .

د کابل د جنوب د جمعې لمانځه خطیب شیخ محمد رضا مظفر د دې خبرې په کولو سره چی وروستیو پیښو د خطرې ټلۍ وهلی ده او په افغانستان کې د ناامنیو ، قتل او سخت زړیتوب د زیاتیدا ښودنه کوی ، د طالبانو حکومت له لوری د عمومی ځایونو او جوماتونو د امنیت د تامینولو غوښتنه وکړه .

په وروستیو ورځوکې په کندوز او کندهار ښارونوکې د شیعیانو په جوماتونو دوه ځله ترهه ګرې حملې وشوې چی د سلګونو لمونځ کونکیو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوې .

په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلګۍ لخوا د ترهه ګروحملو زیاتیدا چی زیاتره یې د شیعیانو ټولنه په نښه کړی ده ، په افغانستان کې د ناامنۍ او تاوتریخوالی د پراختیا په اړه عمومي اندیښنې زیاتې کړي دي .د داعش ترهه ګرو  په وروستیو دو حملو کې په سلګونو بی دفاع او بیګناه کسان شهیدان او ژوبل شول چی دغه دواړه حملې له پراخو داخلی او بهرنیو غبرګونو سره مخامخ شوې او د افغانستان د خلکو په تیره بیا د لږکیود امنیت په تامینولوکې د طالبانو حکومت ادعا له ستر چیلنج سره مخامخ کړی ده . په تیره بیا دا چی طالب چارواکو د اشرف غني حکومت له نسکورولو راهیسې ژمنه کړی چی د دغه هیواد د خلکو امنیت تامینوی او اجازه به ورنکړی چی ترهه ګرې ډلې د ناامنۍ زمینې برابرې کړي .

د طالبانو له دغه ډول ادعاګانو سره سره په افغانستان کې ناامنۍ او شرارتونه هماغه راز قربانۍ اخلي او د داعش وروستیو جنایتکارانه اقداماتو وښودله  چی دغې افراطی ډلې د شیعیانو هدفمنه وژله په خپله ایجنډا کې راوستی ده .

په داسې شرایطوکې  د افغانستان د بیلا بیلو ښارونو د جمعې امامانو د داعش د ترهه ګرې ډلې تد بشری ضد اقداماتو او ناامنۍ په زیاتیدا په نیوکې سره  د طالبانو له حکومته غوښتی دی چی له ټولو امکاناتو په استفادې سره د وروستیو ترهه ګرو حملو له پلانونکیو او عواملو سره د چلند په ترڅ کې د دغه ډول ترخو بیښو د تکراریدا مخه ونیسی .

له دې سره سره چی د طالبانو حکومت په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د داعشی ترهه ګرو پرضد د عملیاتو د پیلولو خبره کړی ده خو وروستیو حملو ته په پام سره داسې ښکاری چی هغو د داعش په کنټرولولو او د دغې ډلې د عملیاتو په شنډولوکې کومه بریا نده ترلاسه کړي . د داعش د وروستیو بوږنونکیواو جنایتکارانه اقداماتو ته په پام سره  داسې ښکاری چی د افغانستان لپاره د داعش د خطرې په نه جدی والی د طالبانو حکومت د خینو چارواکو څرګندونې پخې ندي .

د افغانستان د خلکو تمه دا ده چی طالبان په دغه هیواد کې د ناامنۍ جوړونکیو ډلو او عواملو په نسبت په حقیقی کتنې سره په افغانستان کې له هر ډول ترهه ګرۍ سره پریکنده اوکلک چلند وکړي او د امنیت د تامینولو مسولیت په بشپړه ترسره کړي .

 

 

ټیګونه