Oct 18, 2021 07:39 Asia/Kabul
  • طالبان نړیوال فشارونه په افغانستان کې د داعش د پیاوړي کېدو لامل بولی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وویل: نړیوال بندیزونه او فشارونه په افغانستان ناوړه اغېزه کړې او د داعش ډلي د روحیې د پیاوړي کېدو سبب ګرځېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي  وویل چي د امریکې له لوری د افغانستان د بانکي زیرمو کنګل کېدل او د نړۍ له‌خوا د دوی د حکومت په رسمیت نه‌پېژندل په دغه هیواد ناوړه اغېزه کړې او د داعش د روحیې د پیاوړي کېدو سبب شوی دی.

متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې په افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چي داعش نظامي ځواک نه‌لري، خو هڅه کوي چې اوسنی حکومت کمزوری وښودل شي.

هغه زیاته کړه: داعش په افغانستان کې کوم مرکز نه‌لري، خو تبلیغات ورته کېږي. له بېرون پر حکومت فشارونه زیاتېږي او له دې فشارونو داعش مورال او حوصله اخلي.

دا په داسي حال کې دی چي امریکا د افغانستان د مرکزی بانک شتمنی کنګل کړي دی.

د کارپوهانو په وېنا امریکا او یو شمېر عربي هیوادونه لاهم په افغانستان کې د مذهبی اختلافاتو د رامینځ ته کولو په موخه د داعش له ترهګري ډلي څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په تېره یوه میاشته کې په افغانستان کې د داعش بریدونه زور اخیستی.

د جمعې په ورځ د کندهار ولایت د فاطمیه په جامع جومات انتحاري چاودنې وشوې چي مسئولیت د داعش ترهګره ډله په غاړه واخیسته.

 

 

ټیګونه