Oct 18, 2021 10:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو حکومت باید ملي مشروعیت ترلاسه کړي

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هیواد کښې د طالبانو د موقته حکومت د ملي مشروعیت او رواوالي پرضرورت ټینګار وکړ .

حامد کرزي وویل په افغانستان کښې د طالبانو ډلې موقته حکومت په لومړي(۱) قدم کښې باید ملي مشروعیت ترلاسه کړي چې د نړۍ د هیوادونو لخوا په رسمیت وپيژندل شي .

حامد کرزي وویل په قندوز او قندهار ولایتونو کښې بم چاودنو ثابته کړه چې داعش ډله د افغانستان لپاره خطر دی .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي زیاته کړه په ټولو هیوادونو کښې د ملي مشروعیت لرل د نړیوال رسمیت بنسټ دی .

کرزي په دې خبرې باندې د ټینګار په ترڅ کښې چې طالبان باید یو(۱) اساسي قانون ولري وویل د طالبانو د حکومت ملي مشروعیت د انتخاباتو له لارې لاس ته راځي .

هغه په عین حال کښې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورن کړ او ویې ویل پاکستان د افغانستان استازی نه دی .

طالبان د روان میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه په کابل باندې له ولکې وروسته د افغانستان اسلامي امارت جوړ کړ او همدغه راز یې موقته حکومت هم جوړ کړی خو تراوسه د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی .

 

ټیګونه