Oct 19, 2021 12:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امريکې خاص استازي استعفاء ورکړه

په افغانستان کښې د امريکې د ډېپلومېټکې ماتې ترټولو ستر سېمبول زلمي خليلزاد له خپل پوسټه استعفاء ورکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د امريکې خارجه وزارت د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي زلمي خليلزاد له استعفاء  وروسته توماس وېسټ په دغه پوسټ منصوب کړ.

خليزاد په خپل استعفاء ليک کښې له خپلې مخينې دفاع وکړ، خو په عېن حال کښې يې اعتراف وکړ چې په خپله وروستۍ ذمه وارۍ کښې يې ونه کړې شول هغه څه چې غوښتل يې ترلاسه کړي او افغان حکومت او طالبانو ترمېنځ سياسي تعلقات هغه ډول چې اټکل شوے ؤ مخ په وړاندې لاړ نړل.

زلمي خليلزاد د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي په توګه د دريو کلونو لپاره له طالب ډلې سره د واشنګټن د خبرو اترو ذمه واري په غاړه لرله او له دغې ډلې سره د صلحې په خبرو اترو کښې يو مهم کردار ادا کړ.

امريکه بالاخره د اګست په وروستيو کښې په افغانستان باندې له شل کلنې قبضې وروسته په شرمندګۍ او ذلالت سره ووتله.

 

ټیګونه