Oct 20, 2021 06:24 Asia/Kabul
  • دپیسو نړیوال صندوق دافغانستان داقتصادد بشپړه دړې وړې کیدا په اړه خبردارې ورکړ

د دې بحران له کبله به د افغانستان ګاونډي هېوادونه ډېر اغېزمن شي.

د پیسو نړیوالې ادارې ای ایم ایف خبرداری ورکړی، چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد تر 30 فیصدو پورې را کم او ورسره به له دې هېواده د کډوالۍ بحران نور هم سخت شي.

د شفقنا خبري اژانس له راپور سره سم   د دې بحران له کبله به د افغانستان ګاونډي هېوادونه ډېر اغېزمن شي.

يادې ادارې د دغه وضعيت دليل په افغانستان کې د طالبانو واکمنيدل او له دې کبله دغه هېواد سره د بشري مرستو کمیدو او د افغانستان د شتمنۍ کنګل کيدل ګڼلي.

يادې ادارې د وچکالۍ شدت، د کرونا ټکانونه او نور لاملونه هم د افغانستان د اقتصادي وضعيت د کړکېچن کیدو سبب یاد کړي.

ويل شوي، چې د افغانستان سوداګري هم ډېره زيانمنه شوې او صادرات او واردات يې ډیر کم شوي دي.

د ای ايم ايف په راپور کې وړاندوینه شوې، چې تر ۱۰ ميليونه پورې به نور افغانان هم له هېواده کډواليدو ته مجبوره شي.

د پيسو نړيوالې ادارې وړاندوينه کړې، چې په تاجيکستان کې به د يو ميليون کډوالو کلنی لګښت تر ۱۰۰, په ايران کې ۳۰۰ او پاکستان کې ۵۰۰ ميليونه ډالره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له خلکو غوښتي، چې هېواد نه ونه وځي او بهر ته تلي کډوال هم بیرته افغانستان ته ستانه شي.

 

ټیګونه