Oct 20, 2021 13:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان پلازمینه کابل ښار بيا چاودنې ولړزوۀ

نن سهار نږدې اته بجې د کابل ښار دریمې ناحیې اړوند دهمزنګ په څلور لاره کښې چاودنه شوې چې له کبله يې دوه کسان ژوبل شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو برخې رییس «سعید خوستي» په خپله ټوېټر پاڼه کښې د پېښې اعتراف کړے او ویلي دي چې د کابل ښار دريمې حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کښې د باغ وحش له لوري په طالب سرتېرو یو لاسي بم غورځول شوے چې دوه کسان يې زخمیان کړي.

خو په سیمه کښې د عیني شاهدان وایي، چې چاودنه د دهمزنګ په څلور لارې کښې رامنځته شوې او څلور تنه یې ژوبل کړي دي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه کوم چا نه دی منلی.

په افغانستان کښې د طالبانو د ځاے پرځاے کېدو له وخته د کابل،  جلال آباد، خوست، مزار شريف، قندوز او قندهار په شمول د دغه هېواد مختلف ښارونه د  داعش ترهه ګرې ډلې لخوا د خونړيو چاودنو او حملو کتونکي وو چې پکښې په سلګونو بې ګناه خلق مړۀ او ژوبل شوي دي او د خلقو اندېښنې يې راپارولې دي.

افغانان باوري دي چې طالبان د دغه هېواد د امنيت په ټينګولو کښې پاتې راغلي دي.

 

ټیګونه