Oct 20, 2021 16:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان له طالبانو سره د مقابلې لپاره د ملي مقاومت شورا جوړیږي

د افغانستان پینځو جهادي شخصیتونو له طالبانو سره د مقابلې لپاره د افغانستان د ملي مقاومت د عالي شورا د جوړولو په سر موافقه وکړه.

د افغان غږ خبري اژانس د راپور له مخې  د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا د نړۍ له هیوادونو غوښتې چې  له طالبانو سره دې ملګرتیا نه کوي.

 د افغانسان د ملي اسلامي غورځنګ مشر عبدالرشید دوستم، د جمعیت اسلامي د بیلې شوې څانګې مشر عطا محمد نور، د افغانستان و حزب وحدت  مشر محمد محقق، د اسلامي دعوت د ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف او د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال یونس قانوني د دغه سیاسي اتحاد اصلي غړي دي.

 د عبدالله عبدالله یو پخواني ویندویي امید میثم  د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې  د طالبانو کابینه په رسمیت ونه پېژني او د افغانستان له خلکو یې هم غوښتنه وکړه چې  سولې ته د رسېدلو او د ښځو او لږکیو د حقوقو له احقاقه ملاتړ وکړي.

د دغه شورا مشرانو همداراز د افغانستان له خلکو غوښتې چې « ځانونه د داخلي استبداد او بهرني نیواک په خلاف  د یو اوږد او سخت مقاومت لپاره تیار کړي.

دغه شورا له طالبانو غوښتې چې د پخواني دولت د پوځیانو له نیونو اوهدفمنو وژلو دې ډډه وکړي او په زوره د خلکو کوچول او د هغوي د کورونو نیول بند کړي.

 

ټیګونه