Oct 21, 2021 05:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو پرضد ونه کارول شي

ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل د افغانستان له خاورې به د نورو هیوادونو پرضد استفاده ونشي .

هغه پرون د ماسکو په کانفرنس کښې وویل طالبان خپلو ژمنو ته پاې بند دي او اجازه به ورنکړي چې د افغانستان حالت د نورو هیوادونو امنیت ته ګواښ وکړي .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف هم د ماسکو په غونډې کښې په طالبانو غږ وکړ هڅه وکړي افغانستان د نورو هیوادونو د ګواښلو لپاره د یوې (۱) اډې په توګه استعمال نشي .

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف وړمه ورځ هم ویلي وو د ماسکو په غونډې کښې ګډون وال ټاکل شوي ده چې په افغانستان کښې د سیاسي او د پوځي حالاتو، د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا او په دغه هیواد کښې د انساني کړکیچ د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په هکله بحث او غور وکړي .

د ماسکو په غونډې کښې د طالبانو د پلاوي مشرۍ عبدالسلام حنفي کوي کوم چې د دغه ډلې مهمه څیره ګڼل کیږي .

 

ټیګونه