Oct 21, 2021 05:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان سیاستوالانو او خلکو د زلمي خلیل زاد استعفا ته غبرګون ښودلی

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان یوشمیر خلکو او سیاستوالانو د افغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل استعفا ته په غبرګون کښې هغه مکار سړی او د هیواد د ډیرو مشکلاتو عامل وباله .

په افغانستان کښې د زلمي خلیل زاد د ماموریت د  ختمیدا خبر د هیواد په سیاستوالانو، کارپيژاندو ، طالبانو او حتی عادي خلکو کښې پراخ انعکاس درلود په دې ډول چې د افغانستان ډیرې خلکو د هغه رول منفي او د افغانستان د ولس پرضد وباله خو طالبانو د سولې په بهیر کښې د زلمي خلیل زاد د رول قدرونه کړي ده .

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا ویلي دي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زادي د سولې د تش په نامه بهیر کښې ورانونکی رول ولوبوه .

د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار رحمت الله  اندړ هم وویل زلمی خلیل زاد لاړ خو د هغه ورانونکي اقدامات به کلونه کلونه د افغانستان خلک وکړوي .

د افغانستان د ملي پیوستون د غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني هم ویلي دي خلیل زاد له طالبانو سره د سولې د موافقې له لاسلیک کولو وروسته افغانستان له سیاسي او پوځي کړکیچ سره مخ کړ .

هغه وویل د افغانستان د نن ورځې بدبختۍ او حالت د زلمي خلیل زاد د کار نتیجه ده .

 

ټیګونه