Oct 22, 2021 05:22 Asia/Kabul
  • له خطر سره مخامخو افغانانو ژغورنې ته دې پام وشي

د بښنې نړیوال سازمان سره په خوا کې، د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هم له ملګرو ملتونو او حکومتونو غوښتي، څو د دغو خلکو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي.

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ايسار پاتې خطر سره مخامخو کسانو په اړه انديښنه ښودلې ده.

دغه سازمان په یوه راپور کې ويلي، چې د طالبانو لخوا دغه کسان د غچ اخيستو له ګواښ سره مخامخ دي.

د یاد شوي سازمان په راپور کې دا هم راغلي، چې ياد شوي کسان له افغانستان څخه د وتو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.

 د افغانستان د پولو بندوالی، په ناقانونه توګه د دوی د وتو يو عمده دليل ګڼل شوی او ویل شوي، چې دا کار هم د دوی ژوند له خطر سره مامخ کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان سره په خوا کې، د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هم له ملګرو ملتونو او حکومتونو غوښتي، څو د دغو خلکو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، سلګونه زره افغانان د دوی له وېرې هېواد پريښود او مختلفو هېوادونوته پناه ورکړه.

اوس ګڼ ژورناليستان، مدني او د بشري حقونو فعالان او د نسکور شوي نظام هغه منسوبين، چې له خطرونو سره مخامخ دي

طالبان بيا ټينګار کوي، چې دوی له واکمنیدو وروسته، عمومي عفوه اعلان کړې او د دوی د جنګیالیو د وژونکو په ګډون دتیر نظام له هیڅ ډول پوځي او ملکي منسوبینو سره غرض نه لري ‌.

له دې سره، بيا هم له مختلفو ولايتونو څخه وخت په وخت خبرونه ورکړل شوي، چې د تیر نظام یو شمېر پوځي، ملکي، عدلي او قضايي منسوبين، خبریالان، مدني فعالان او د طالبانو منتقدین وژل شوي او ځورول شوي دي.

 

ټیګونه