Oct 22, 2021 05:26 Asia/Kabul
  • افغانستان بيا تورتم شو

بريښنا شرکت نه دي ويلي، چې چاودنه چا او ولې رامنځته کړې ده؟

 

‏د افغانستان بريښنا شرکت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د کابل په قلعه مراد بيګ سيمه کې د وارداتي بريښنا پر يوه لاين چاودنه شوې او د کابل په ګډون د ځينو ولايتونو بريښنا ورسره قطع شوې ده ‌

د ياد شوي شرکت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دا چاودنه د وارداتي برېښنا پر ۲۲۰ کيلو واټه لاین شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې سيمې ته د بريښنا شرکت تخنيکي کسان رسيدلي او له وضعيت مساعدیدو سره به د لاین د رغونې چارې پيل شي.

بريښنا شرکت نه دي ويلي، چې چاودنه چا او ولې رامنځته کړې ده؟

د جمتیر حکومت پر مهال د داسې چاودنو پړه پر طالبانو اچول کېده، خو اوس نه ده معلومه، چې دا پېښه به چا رامنځته کړې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانان د ژمي له رارسيدو سره، د وارداتي برېښنا د قطع کيدو په اړه انديښمن دي.

افغانستان د يادې بريښنا له کبله له سیمه ییزو هېوادونو ډېر پوروړی دی، خو ځينو صادرونکو د بريښنا د نه پرې کولو ډاډ ورکړی.

څو ورځې مخکې هم د افغانستان وارداتي برېښنا په شمالي ولايتونو کې د يوې ورته پېښې له کبله قطع شوې وه.

 

ټیګونه