Oct 23, 2021 07:27 Asia/Kabul
  • د افغان ولس د اقتصادي مشکلاتو د هواري لپاره د ملګرو ملتو تدابير

له نامناسبه اقتصادي حالته د ميلينونو افغانانو د ژغورنې لپاره ملګرو ملتو يو نوے پروګرام وړاندې کړے دے.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د ملګرو ملتو د ترقۍ د پروګرام مدير اخيم سټائنر په سوريې کښې وويل، له اقتصادي مشکلاتو څخه د افغان ولس د وېستلو لپاره دغې نړيوالې ادارې په يو نوي پروګرام کښې به د يو صندوق له لارې له زيانمنو افغانانو سره مرستې اوشي.

شټائنر وويل، جرمني وړومبنے هېواد دے چې له دغه صندوق سره يې پنځوس ميلين يورو مرسته کړې ده.

وروستيو حالاتو د افغان ولس اقتصاد چې د خپل ورځني معيشت د ښه کېدو لپاره ورته ضرورت لري له زياتو مشکلاتو سره مخامخ کړے دے او ټول افغانستان له يو اقتصادي بحران سره مخامخ شوے دے.

په افغانستان باندې د طالبانود واکمنۍ له وخت نه له دغه هېواد سره ټولې مرستې په ټپه اودرېدلې دي.

له دې مخکې ملګرو ملتو ويلي وو چې د افغانستان له خلقو سره د مرستې د صندوق لپاره له هغو پېسو څخه اخېستل کيږوي چې په افغانستان کښې د طالبان له حاکميته وروسته په بهرنيو بېنکونو کښې بلاک شوې دي.

 

ټیګونه