Oct 23, 2021 12:23 Asia/Kabul
  • داعش د بریښنا پایو د الوزولو مسوولیت پرغاړه اخیستی

د افغانستان بریښنا شرکت وویل، چې د کابل په مراد بیګ کلا کې د وارداتي بريښنا پر یوې پایې د چاودنې له کبله دغه وارداتي بریښنا پرې شوې ده.

د داعش  ترهه ګرې ډلې مطبوعاتي سرچینو په کابل کې د افغانستان د وارداتي بریښنا د یوې پایې د الوزولو مسوولیت پر غاړه اخیستی.

دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بریښنا پر دغې پایې چاودنه د دوی کسانو کړې ده.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د افغانستان بریښنا شرکت وویل، چې د کابل په مراد بیګ کلا کې د وارداتي بريښنا پر یوې پایې د چاودنې له کبله دغه وارداتي بریښنا پرې شوې ده.

یاد شوي شرکت ویلي و، چې زر به دا بریښنا بیرته فعاله کړي، خو تراوسه په دې کار نه دي توانیدلي او د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه لا هم له وارداتي بریښنا څخه بې برخې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو ليکلي، چې له طالبانو يې یوازینۍ هیله په هېواد کې د امنيت تامين او د داسې پېښو پای ته رسول و، خو داسې ښکاري چې طالبانو يې دا غوښتنه هم پوره نه کړای شوه.

 

ټیګونه