Oct 23, 2021 12:33 Asia/Kabul
  • دافغانستان ملي مقاومت شورا منفي غبرګونونو سره مخامخ شوه

د ملي ثبات ټولنې مشر او د ننګرهار پخواني والي ضياء الحق امرخېل وويل، چې وسله والو مخالفتونو وطن کمزوری کړی او خلک یې محتاجه کړي دي.

 

د يو شمېر سياستوالو لخوا د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت د عالي شورا اعلانيدل له یو شمېر منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دغه شورا د يوې اعلاميې له خپرولو سره د موجوديت اعلان وکړ.

استاد سیاف، مارشال دوستم، یونس قانوني، عطا محمد نور او محمد محقق د دغه شورا لوړ پوړي غړي یاد شوي.

د کریم خلیلي يوه نږدې کس او د ډاکټر عبدا... په مشرۍ د مخکيني مصالحې عالي شورا مرستيال اسدا...سعادتي په يوه ټویټ کې لیکلي، چې دوی جګړې ته د خلکو د بللو له هر ډول غږ سره مخالف دي.

هغه له سیاسي مشرانو غوښتي، چې په داسې لاره لاړ نه شي، چې افغانستان د سوریې په برخليک اخته کوي.

د ملي ثبات ټولنې مشر او د ننګرهار پخواني والي ضياء الحق امرخېل وويل، چې وسله والو مخالفتونو وطن کمزوری کړی او خلک  یې محتاجه کړي دي.

هغه د اصلاح او بدلون لپاره په منطق او خبرو ټينګار وکړ او له طالبانو يې وغوښتل، چې اصلاحي نیوکو ته سينه پراخه او غوږونه خلاص وساتي.

دافغانستان ملي مقاومت عالي شورا اعلان کړی، چې لومړی طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته کیني، چې د اسلامي او جمهوري ارزښتونو له مخې يې منتخب او ټول ګډونه نظام جوړولو ته وهڅوي، خو که دوی ورسره خبرو ته کینناستل، پر ضد به یې وسله واله مبارزه پیل کړي.

مخکې ويل شوي وو، چې د دې شورا د جوړېدو هڅې له طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د بهرنيو چارو مخکيني وزير حنيف اتمر پيل کړي.

خو ستانکزي او اتمر په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

 

ټیګونه