Oct 23, 2021 14:25 Asia/Kabul
  • دافغان کډوالوکړکیچ اود اروپایی مشرانو بې پامي

دا په داسې حال کې دي چی د افغانستان د خلکو د مشکلاتو زیاتره برخه د لویدیځو هیوادونو او امریکا د لاس وهنو او نیواکګرۍ نتیجه ده .

د اروپایی اتحادیې د ۲۷ غړیو هیوادونو مشرانو د هغې دوه ورځنۍ غونډه په پاې کې چی په بروکسل کې ترسره شوه ، د افغانستان د کړکیچ په رامینځته کولو کې د خپل نیغ په نیغه او غیرمستقیم رول په نظرکې نه درلودلوپرته او افغان کډوالو حالاتو له په بې پامۍ چی په بیلا بیلو هیوادونو کې کډوال شوی دي د خپلو پولو د کنټرول په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

اروپایی اتحادیه چی  په تیرو شلوکلونوکې د افغانستان په کیسه کې یوازې د سپینې ماڼۍ سیاستونه تعقیبول ، اوس هم دخپلو او امریکایی عسکرو د ناڅاپی او له پلانونې پرته وتلو په وړاندې د خپل دریځ دفاع کوی او له هماغه پیله یې په کډوالو خپلې پولې تړلی دي ، په دې ډول چی د بشری حقوقو څارونکیو د افغان کډوالو په وړاندې د اروپایی هیوادونو غبرګون غیرانسانی او سخت زړه وباله او ویې ویل چی حاضر دمه د اروپایی اتحادیې هرهیواد خپل غلیمانه شعارونه له ویجاړونکیو اقداماتو سره هم برابروي .

دا په داسې حال کې دي چی د افغانستان د خلکو د مشکلاتو زیاتره برخه د لویدیځو هیوادونو او امریکا د لاس وهنو او نیواکګرۍ نتیجه ده . په تیرو شلو کلونو کې د امریکا اواروپا له ادعاګانو سره سره له بې وزلۍ ، ناامنۍ زیاتیدا ، د نشه ایزو موادو تولید او قاچاق زیاتیدا او ترهه ګرۍ پراختیا پرته بله نتیجه نده درلودلی  او له افغانستانه له بیړناک او بې پلانه وتلو سره  په دغه هیواد کې د ګډوډۍ او د طالبانو د سلطې سبب شوی دی .

له دغو شرایطو سره سره اوس اروپایی هیوادونه  د افغان کډوالو په وړاندې د سختو سیاستونو په وړاندی کولو سره  په هڅه کې دي ،اروپا ته د دغو کډوالو دمهاجرت مخه ونیسی . په حقیقت کې اروپایی هیوادونه چی د لویدیځ په جنګ غواړو سیاستونو کې په ګډون سره سوریې کړکیچ رامینځته کړ ، له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کډوالو له څپې سره مخامخ شول اوس په لټه کې دي چی د خپلو پولو په تړلو سره ځان له دغه کړکیچه وژغوری . په حقیقت کې د اروپایی هیوادونو مشران چی د خپلو ناسمو سیاستونو په غوره کولو سره خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی ، د افغان کډوالو په وړاندې د سختواو غیرانسانی سیاستونو په غوره کولو سره غواړی چی خپل محبوبیت زیات کړی . د فرانسې ولسمشر مکرون وویل اروپا په یوازې سرد افغانستان د وضعیت نتیجې نشی زغملې او دغه اتحادیه بایدد راتلونکی اټکل او ځان په وړاندې د مهاجرت له څپې ساتنه وکړی .

د اروپایی اتحادیې د داخلی چارو کمشنریوهانسن هم وویل اروپا باید په تمه نشي چی کډوال یې پولو ته راورسي .

د افغان کډوالو په منلو او له هغو سره جوت مخالفت د افغان کډوالو شرایط ډیر پیچلی کړي دي او انسانی کړکیچ ته یې لمن وهلی ده .

حاضر دمه په زرګونو افغان کډوال په جرمنی ، قطر ، اماراتو ، البانیا ، اوګانډا کې په کیمپونو کې په ډیر بدو اجتماعی او روغتیایی شرایطو کې ژوند کوی ،په داسې حال کې چی له خپل برخلیک هیڅ ندي خبر او ډیر کډوال هم د اروپا په پولو کې د داخلیدا په تمه دي . په عین حال کې د دغې اتحادیې د مشرانو بیانیه چی د جمعې په ورځ خپره شوه ، له مخکې زیات وښودله چی د هغو له بشردوستانه او سوله غواړو شعارونو سره سره دغه هیوادونه په عمل کې د هغوکډوالو په وړاندې چی د هغو د سیاستونو قرباني شول ، د ژمنې احساس نه کوی او یوازې خپلې ګټې په نظر کې نیسي .

پای

 

ټیګونه