Oct 24, 2021 07:45 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د انساني کړکیچ په هکله د سره صلیب خبردارې

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ملاتړو ارګانونو د ناتوانۍ په اعلانولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کښې له طالبانو سره تعامل وکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ملاتړو ارګانونو د ناتوانۍ په اعلانولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کښې له طالبانو سره تعامل وکړي.

د سره صلیب عمومي مدیر رابرټ ماردیني وویل چې دغه ارګان په افغانستان کښې د طالبانو له خوا د قدرت د ترلاسه کولو له وخت راهیسې د نورو مرستندویه ادارو ترڅنګ خپلې هلې ځلې زیاتې کړې دي.

هغه زیاته کړه: د نړیوالې ټولنې ملاتړ چې تراوسه یې له طالبانو سره په تعامل کښې له احتیاطه ډله کړنلاره غوره کړې ده، د افغانستان خلکو مته د بنیادي خدماتو د ورکړې لپاره یوه ضروري چاره ده.

د ماردیني په وینا، د افغانستان له ۳۹ میلیوني نفوسو څخه ۳۰ فیصده له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي او ۱۸ میلیونه کسان هم په دغه هیواد کښې انساني مرستې یا حفاظت ته ضرورت لري.

دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې قدرت ته د طالبانو له رسیدو راهیسې د نړیوال بانک په شمول ځینو نړیوالو ارګانونو افغانستان ته د پيسو انتقال محدود کړی دی.

 

ټیګونه