Oct 24, 2021 14:01 Asia/Kabul
  • طالبانو د کار په بدله کښې د غنمو د وېش پرواګرم شروع کړ

په افغانستان کښې د انساني غميزې په باره کښې د زياترو نړيوالو ادارو او تنظيمونو له خبرداريو سره په يو وخت د طالبانود حکومت د فېصلې له مخې په دغه هېواد کښې له نن څخه د کار په بدله کښې د غنمو د وېش پروګرام شروع شو.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د طالبانو د دغه پروګرام مطابق به د افغانستان په پائتخت کابل او نورو ولايتونو کښې په لسګونوزره ټنه غنم د خلقو ترمېنځ ووېشل شي.

طالبانو وائي چې په  دې پروګرام کښې ټاکل شوې ده د خوراک له  بحران او د روزګار له کمښت  څخه د مخنيوي لپاره به په کابل ښار او د کابل په ولسواليو کښې د  څلوېښتو مزدورانو او کارګرانو لپاره د کارپېدا کېدو طرح اجرا شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ژمي د موسم په رارسېدو سره د ملګرو ملتو مشر او د دغې ادارې د نفوسو صندوق په افغانستان کښې د لوږې او فقر په زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه او نړۍ له  هېوادونو يې غوښتي وو چې له انساني بحرانه د افغانستان د وېستلو لپاره دې له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

له دې مخکې د ملګرو ملتو په بشر دوستانه غونډه کښې د نړۍ هېوادونو اعلان کړے ؤ چې سږ کال به له افغانستان سره  له يو اشاره دوه ميليارډ ډالرو زياته مرسته وکړي.

 

ټیګونه