Oct 24, 2021 14:19 Asia/Kabul
  • طالبانو دوه افغان خبریالان وهلي ټکولي او وسایل یی ورته مات کړي دي

دطلوع دخصوصي تلویزیون خبریال صداقت غورځنګ او دجاج نیوز ویب سایټ خبریال جاوید رازمند چې تورخم باډر ته تللي وو دطالبانو له لورې تر وهلو ټکولو وروسته یې وسایل هم ورته مات کړل.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغو جرنلسټانو وويل: د تورخم د کمیسار سره تر مخکنۍ همغږۍ وروسته تورخم ته د هغه افغانانو پر وضیعت د راپور چمتو کولو په موخه ولاړل چې غواړي پاکستان ته ولاړ شي خو د دروازې د بندیدو له امله له ستونزو سره مخ دي . دوې وایي د تورخم کمیسار ورسره خپل وسله وال ملګري کړل چې د راپور جوړولو پر مهال یې څوک مخنیوی ونکړي دوې وایي د دې باوجود هلته نورو طالبانو وډبول وسایل یې ورته مات او اوبو ته يې وغورځول. دخبریالانو دملاتړ ټولنو دطالبانو دا عمل غندلی او د طالبانو د حکومت له مشرانو یې ددې پیښې د څيړنې او عاملینو ته دسزا ورکولو غوښتنه کړې په ختیزو ولایتونوکې د خبریالانو دخوندیتوب کمیټې استازی یوسف ظریفی وایي دپیښې اړوند جزیات یې دخوندیتوب کمیټې له مشرانو سره شریک کړي او هغوې به یې له خپلې لارې د طالبانو له مشراتو سره وڅاري. خو دننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ادارې چارواکی دا عمل قصدي نه بلکه سو تفاهم بولي . دوې وایي سره له دې چې  یادو خبریالانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې سره له وړاندې همغږي نه وه کړې خو نه یوازې داچې دې خبریالانو نه به بخښنه وغوښتل شي بلکه له منځه تللي وسایل به هم ورته بیرته چمتو کړي . تیره ورځ په بلازمینه کابل کې هم دمیرمنو دیو سوله ییز لاریون په مهال طالبانو یو شمیر خبریالان ډبولي وو.

 

ټیګونه